لیګونه

د کلکتې او بنګلور ترمنځ د نن شپې لوبه وځنډیده.

د کلکتې او بنګلور لوبډلو ترمنځ پلان شوي سیالي چې ټاکل شوي وه،نن ماښام به ترسره شوي وای،خو په کلکتې لوبډله کې د دوو لوبغاړو پر کرونا د اخته کیدو وروسته یاده سیالي هم د دواړو لوبډلو ترمنځ وځنډیده.

د بي سي سي ای د معلوماتو له مخې چې د کلکتې لوبډلې دوه لوبغاړي وېرون چکاراورتي او سنډیپ ورایئر په کرونا اخته شوي.

پدې سره دواړه لوبغاړي د لوبډلې جلا کړل شوي،او له بلې خوا به د کلکتې لوبډلې هر لوبغاړي څخه ورځني ډول د کرونا ټیسټ ترسره کیږي.

په کلکتې لوبډلې کمپ کې د کرونا مثبتو پيښو د راښکاره کیدو سره اوس ویره موجوده ده،چې شاید روان لیګ هم وځنډول شي،خو لا هم پدې اړه پریکړه نده شوې.

تراوسه د ار سي بي لوبډلې د لوبغاړو په اړه د کرونا خبر ندی ورکړل شوی،خو یادې لوبډلې له هغې وروسته د کلکتې سره د لوبې انکار وکړ،چې د هغوی د لوبغاړو په اړه د کرونا خبر ورکړل شو.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې