نړیوال کریکټ

د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې نیوزیلینډ لومړي مقام ته راسېدلی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» د لوبډلو یو ورځنۍ لوبو فارمټ تازه درجه بندي خپره کړې چې افغان ملي لوبډله په خپل لسم مقام قرار لري، خو نیوزیلینډ لوبډلې پرمختګ ترلاسه کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» لخوا په خپره شوې تازه درجه بندۍ کې نیوزیلینډ د انګلستان څخه لومړی مقام نیولی دی چې انګلستانۍ لوبډله څلورم مقام ته ګوزار شوي ده.

د درجه بندۍ له مخې نیوزلینډ د ۱۷ سیالیو څخه ۲۰۵۴ نمرې ترلاسه کړي دي لومړی، اسټرالیا د ۲۵ سیالیو څخه ۲۹۴۵ نمرې ترلاسه کړي دي دوهم، هندوستان د ۲۹ سیالیو څخه ۳۳۴۴ نمرې ترلاسه کړي دي دریم ، انګلستان د ۲۷ سیالیو څخه ۳۱۰۰ نمرې ترلاسه کړي دي څلورم او سویلي افریقا د ۲۰ سیالیو څخه ۲۱۳۷ نمرې ترلاسه کړي دي پنځم مقام لري.

همدا راز پاکستان د ۲۴ سیالیو څخه ۲۳۲۳ نمرې ترلاسه کړي دي شپږم، بنګله دیش د ۲۴ سیالیو څخه ۲۱۵۷ نمرې ترلاسه کړي دي اووم، ویسټ انډیز د ۲۷ سیالیو څخه ۲۲۲۲ نمرې ترلاسه کړي دي اتم، سریلانکا د ۲۱ سیالیو څخه ۱۶۵۲ نمرې ترلاسه کړي دي نهم او افغانستان د ۱۷ سیالیو څخه ۱۰۵۴ نمرې ترلاسه کړي دي لسم مقام لرپ.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې