لیګونه

د بنګله دیش کورنۍ لیګ سیالۍ پیلیږي.

بنګله دېش کرکټ بورډ په پلان کې لري چې د تیر کال ځنډول شوي داکا پریمیر لیګ (DPL) سیالۍ به یو ځل بیا په لاره واچوي.

د یاد لیګ د چارواکو په وینا یادې ځنډول شوي سیالۍ به د سریلانکا او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان سیریز پای ته رسیدو وروسته د مۍ په ۳۱مه نېټه بیا پیل کړي.

لدې وړاندې په پام کې وه چې دغه سیالۍ به د ۲۰۲۰ کال مارچ میاشت کې په پنځوس اوریز پارمټ کې ترسره شوي وای،خو هغه مهال د کرونا له کبله له ځنډ سره مخ شوې.

د داکا پریمیر لیګ سیالیو د تنظمیوونکو په وینا دا ځلې به دغه سیالۍ په شل اوریز پارمټ په نوي پلان سره ترسره شي.

“د داکا کرکټ کمیټه په پلان کې لري چې دغه سیالۍ د مۍ له ۳۱ نېټې څخه پیل کړي.د بنګله دېش لوبډلې مصروف مهال ویش او نړیوال شل اوریز جام ته په کتو سره به دغه لیګ هم په شل اوریزه بڼه ترسره شي.مونږ باوري یو چې دغه لیګ به د ۲۰۱۹ کال پارمټ ته ورته سیالۍ وي.”

“بنګله دېش کرکټ بورډ مشر پدې حالتو کې بیا هم د لوبغاړو د صحت خوندیتوب پکې مهم ګڼلی دی،خو مونږ دوی ته ډاډ ورکوو او مونږ لدې وړاندې هم په همدې سختو حالتو کې د کرکټ دوه ټورنمینټونه په بریالي توګه ترسره کړل،همداشان مو د ویسټ انډیز سیالیو کوربتوب په ښه شان سره ترسره کړ.مونږ له یادو ټورنمېنټونو او ویسټ انډیز کوربتوب سیالیو څخه ډیر څه زده کړي،باوري یو چې کومه ستونزه به پکې نه راځي.مونږ پوهیږو چې دغه لیګ لوبغاړو او د لوبډلو څانګو ته څومره ارزښت لري.”

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې