دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

دانش چنډیمل: د پریرا په تقاعد کیدو ټکاني شوم.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی دانش چنډیمل وایي،د الراونډر تیسارا پریرا د تقاعد کیدو په اړه سخت ټکاني شوی دی.

نوموړي ویلي،پریرا د محدود اوریزو لوبو یو بهترین کرکټر وو او د هغه په تقاعد کیدو سخت خواشیني شوی دی.

نوموړي پریرا ته په راتلوونکي کې د ښه بحت عوښتنه کړي ده.

“زه د پریرا په تقاعد کیدو ډیر ټکاني او خواشینی شوم،نوموړی د محدودو اوریزو لوبو یو بهترین الراونډر شمیرل کیده،مګر دا چې اوس نوموړي تقاعد اعلان کړئ دی،هغه ته په راتلوونکي چارو کې بریالیتوب او د ښه بحت غوښتنه کوم.دا زما لپاره یو ویاړ وو چې د هغه سره مو یو ځای د سریلانکا لپاره لوبې کړي دي.”

پریرا تیره ورځ د نړیوال کرکټ څخه د تقاعد کیدۍ اعلان وکړ او خپل یوولس کلن کرکټ کیریر ته یې د پای ټکی کيښود.خو نوموړي وویل په سوداګریزو لیګونو کې به خپلو لوبو ته دوام ورکړي.

پریرا وویل،اوس یې مناسب وخت دی،چې نور نړیوال کرکټ ته د پای ټکی کیږدي او خپل ځای ځوانو لوبغاړو ته پریږدي.

نوموړي دا د ځان لپاره یو ویاړ وباله چې د سریلانکا لپاره په اوو نړیوالو جامونو کې ولوبیده.

پریرا همداشان د خپلو ملګرو،سریلانکا کرکټ بورډ او د خپلې کورنۍ له غړو مننه وکړه،چې په هرو سختو حالتو کې یې د هغه ملاتړ کړئ دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې