دلوبغاړو په اړهلیګونه

جوس بټلر څلورم انګلستانی لوبغاړی شو چې په «ای پي ایل» لیګ کې سلیزه جوړوي.

د هندوستان غوره لیګ «ای پي ایل» په لومړي ځل ۲۰۰۸م کال کې پیل شو چې روان ۲۰۲۱م کال یې ۱۴م پړاو یا هم «فصل» ترسره کیږي.

د دغه لېګ تېره ورځ ۲۹مه لوبه د راجستان رایلز او سن رایزرز حیدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې پکې انګلستانۍ ویکټ کیپر لوبغاړي «جوس بټلر» سلیزه ترلاسه کړه او سیاله حیدراباد لوبډله یې په «۵۵» منډو ماته کړه.

جوس بټلر چې په ټولټال ۶۴ توپونو ۱۲۴ منډې ترلاسه کړې نوموړی څلورم انګلستانی لوبغاړی وشمېرل شو چې د هند غوره لیګ «ای پي ایل» کې سلیزه ترلاسه کوي.

له نوموړي وړاندې په ۲۰۱۲م کال کې کیون پیټرسن، په ۲۰۱۷م کال کې بین سټوکس، په ۲۰۱۹م کال کې جوني بریسټو او په ۲۰۲۰م کال کې بین سټوکس یوځل بیا هم د دوهم ځل لپاره سلیزه جوړه کړې وه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې