دلوبغاړو په اړه

د هند کریکټر سیاست ته مخا کړه چې بریالی هم شو.

پخواني کرکټر منوج تېواري سیاست ته مخه کړه او لویدیځ بنګال شورا انتخاباتو ګټوونکی شو.

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني کرکټر منوج تېواري له کرکټ څخه د سیاست په پله قدم کيښود او د خپلې سیمې شیبپور حوزې څخه د لویدیځ بنګال شورا ته یې ځان نوماند کړی وو.

خو د انتخاباتو له ترسره کیدو وروسته نوموړي خپل سیال بهاراتیا جانتا ګوند کاندید جي پي راتین ته سخته ماتي ورکړه او نوموړی د ۳۲ زرو ووټونو په ترلاسه کولو سره د لویدیځ بنګال شورا ګټوونکی شو.

نوموړي وویل،هغه مهال یې سیاست ته مخه کړه چې پخپله سیمه کې یې مهاجر کډوال تر سختو شرایطو لاندې د ژوند تیرول ولیدل.

منوج تېواري د انتخاباتو په ګټلو خوښي ښکاره کړه او ویې ویل،که څه هم د یوه نوي کس لپاره چې له یوې داسې طبقې (کرکټ) څخه راځي چې هیڅ تجربه هم ونلري،او بیا هم خلک پرې اعتماد کوي،د ویاړ خبره ده.

نوموړي ژمنه وکړه چې خپلو خلکو ته خدمت په برخه کې چې څه یې له وسې پوره وي،سپمه به ونکړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې