بهرني لوبغاړي

د ډیویډ وارنر په بوټانو ځانګړي پیغام خلک سخت حیران کړي دي.


د هند ای پي ایل سیالۍ چې دا مهال په دغه هېواد کې په یوه ستونزمن حالات کې روانې دي او هرساعت خلک د کرونا ویروس له خطر سره مخ دي، بلخوا یو شمیر راپورونه وایي چې ځینو لوبغاړو د کرونا له ویرې دغه لیګ پريښی دی.

مګر اوس تازه د وارنر نوې کارنامې پر ټولنیزه میډیا ددې لیګ مینه وال خلک حیران کړي دي، ډیویډ وارنر چې په ای پي ایل کې د حیدراباد لوبډلې د کپتانسۍ مسولیت پر غاړه لري سږکال له بدبرخلیک سره مخ دی او لوبډله یې په ستونزو کې ده.

خو اصلي خبره داده چې د وارنر فرمایشي بوټانو په ټولنیزه میډیا د خلکو پام ځانته راړولی دی، هغه په تیره لوبه کې خپل هغه فرمایشي بوټان په ښپو کړي و چې دده د کورنۍ د غړو نومونه پرې لیکل شوي دي.

د هغه په بوټانو کې لیدل کیږي چې مخکې برخه کې دده د میرمنې نوم “کنډي” او په شاته برخه کې یې د هغه د دریو لورګانو نومونه لیکل شوي دي او په دې سره یې خپلې کورنۍ ته دا پیغام ورکړی چې هغوی پسې خفه دی.

یو شمیر خلک بیا وایي چې وارنر دا نقل له مشهور فوټبالر ډیویډ بخم څخه وهلی دی دوی وایي هغه لس کاله مخکې داسې یوه کارنامه کړې وه او پر بوټانو یې د خپلې کورنۍ نومونه لیکلي و.

د وارنر میرمنې همدا تصویران پر خپل انسټګرام خپاره کړي دي او ورسره یی لیکلي زما ګرانه ته چې د نړۍ په هر کونج کې یې موږ درسره یوو، مینه درسره لرم.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې