افغانستان کریکټ

پاټ کمینس: د ای پی ایل لغوه کول د حل لاره نده

اسټرالیاوی پاټ کمېنس د کلکتې لوبډلې هغه لوبغاړی دی چې پدې وروستیو کې یې په هندوستان کې د کرونا ځپلو خلکو سره د ۵۰ زره امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړه.

نوموړي وویل،د ای پي ایل سیالیو د کرونا دوهمې څپې لپاره د ای پي ایل سیالیو نیمایي کې لغوه کول، د حل لاره نده.

نوموړي وویل،لوبې هسې د شپې مهاا وي،فقط څو ساعته وخت نیسي.

دده په وینا خلک باید له کورونو څخه بهر نشي.

“زه فکر نه کوم چې د ای پي ایل ختمول به د حل لپاره یو ځواب وي.مونږ چې څه مو په توان کې وي،هغه کوو.مونږ ته له بهر څخه خلک هسې ګراونډ ته نه راځي،نو په همدې سبب د ای پي ایل درول به د حل کومه لار نه وي.”

پاټ کمینس زیاته کړه،د دوی هیوادول هم په هندوستان کې د کرونا له کبله د روان ناورین څخه خبر دي.

دده په خبره چې اسټرالیا خلک به هم د هندوستان سره پدې حساس وخت کې خپلې اړینې مرستې د خیریه بنسټونو له لارې وکړي.

پاټ کمینس د خپلې مرستې په اړه وویل،مونږ چې کله هندوستان ته د سیالیو یا لیګونو لپاره راځو د هندوستانیانو لخوا له توند هرکلي سره مخ کیږو،نو پداسې حالتو کې چې اوس دوی له یو سخت حالت سره مخ دي،څنګه تر خپلې وسې له هغوی سره مرسته ونکړو.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې