افغانستان کریکټ

نسیم الله دانش:که چیرې نوی مشر دا نقطې درې میاشتو کې عملې کړي،بیا په رښتیا هم یو بریالی مشر دی

د افغانستان کرکټ بورډ پخواني چرمېن نسیم الله دانش ویلي،که چیرې د کرکټ بورډ نوی ټاکل شوی اجراییه رئیس دا لاندینۍ څلور نقطې عملي کړي،نو بیا به د زړه د اخلاصه ورته مبارکي ورکړي او یو بریالی مشر به وي.

نوموړي پخپله فسبوک پاڼه د دغو څلورو نقطو یادونه کړې.

((1. د ملي لوبډلې اتفاق جوړول او له ‌‌‌‌‌‌ډلو ایستل.

  1. د یو بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد په څیر د مالي ملاتړي پیدا کول.
  2. د کابل نوی میدان سره د ټولو اسانتیاو پیل او جوړول.
  3. د داخلي کرکټ جوړول سره د اې پي ایل او شپږیزې.

که نوموړي کارونه یې په درو میاشتو کې وکړل بیا ورته د زړه اخلاصه د همکارۍ لاس ورکوم.))

د نسیم الله دانش یادې څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي،چې تیره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د ادارې لخوا د بورډ پخوانی مشر حامد شینواری د نوي اجراییه رئیس په توګه معرفي کړ.

که څه هم د کرکټ بورډ اجراییه رئیس د تغیراتو او بدلونونو خبر ورکړ،خو دا به وخت ثابته کړي.

زیاتره د کرکټ مینه وال بیا پدې اند دي،چې ازمویل شوي کس څخه پدغه پوسټ باندې باید نوي څیره ټاکل شوي وی.

د دوی په وینا حامد شینواری پخوا هم یو ځل ازمویل شوی او باید په یاده دنده نه وی ټاکل شوی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې