افغانستان کریکټ

مسلم یار ګروپ رمصان جام: ختېځ کریکټ اکاډمۍ تر نیمه پایلوبې لار وموندله

د مسلم یار ګروپ رمصان جام شپنیو سیالیو په دوام تېر ماښام شپږمه سیالۍ د ننګرهار په سراج العمارت بڼ ختېځ کریکټ لوبغالي کې د کرسټال مشرقي زلمیانو او ختېځ کریکټ اکاډمۍ ترمنځ ترسره شوه چې په ترڅ کې یې ختېځ کریکټ اکاډمۍ پرله پسې دوهمه بریا هم ترلاسه کړه.

د لوبې پچه کرستال مشرقي زلمیانو لوبډلې وګټله او لومړی یې ختېځ کریکټ اکاډمۍ ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. ختېځ کریکټ اکاډمۍ د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ په ټاکلو ۲۰ اورنو کې ۱۴۰ منډې وکړې.

ختېځ اکاډمۍ ته په توپ وهنه کې سمیع الله زیاتې ۴۵ او قیس احمد ۳۶ منډې وکړې.

د ختېځ کریکټ اکاډمۍ له لوري د ۱۴۱ منډو هدف په ځواب کې کرسنتال مشرقي زلمیانو توپ وهنه پیل کړه چې په پایله کې کرستال مشرقي زلمیانو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۱ منډې وکړې او سیالۍ یې د ۲۰ منډو په توپیر وبایلله.

د مشرقي زلمیانو له لوري توپ وهنه کې عمر بن امین ۳۶ او شمو افغان ۲۴ منډې وکړې. د ختېځ کریکټ اکاډمۍ له لوري په توپ اچونه کې بیا ملي لوبغاړي قیس احمد د مخالفې لوبډلې ۵ مهم لوبغاړي له مخې پورته کړل.

د یادولو وړ ده، چې په دې بریا سره ختېځ کریکټ اکاډمۍ نیمه پایلوبې ته هم لار وموندله. د لوبې غوره لوبغاړي جایزې قیس احمد ته ورکړل شوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې