کورني لوبغاړي

د محمد نبي عیسخېل زوی حسن نبي په شارجه رمضان جام سیالیو کې خطرناکه توپ وهنه ترسره کړه.

د ملي لوبغاړي او د پیاوړي الراونډر لوبغاړي محمد نبي عیسخېل زوی حسن نبي عیسخېل په شارجې رمضان کپ سیالیو کې تېره ورځ خورا خطرناکه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه.

چې د نوموړي له بیټ څخه خورا په زړه پورې شپږیزې او څلوریزې هم راغلي. حسن نبي د خپلې ښیې توپ وهنې له امله په دې سیالۍ کې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

نوموړي په شارجې رمضان کپ سیالیو کې وړمه ورځ په ۳۰ توپونو ۷۱ منډې جوړې کړې. چې د نوموړي له بیټ څخه ۷ شپږیزې او یوه څلوریزه هم راغله او د سیالۍ غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

د یادونې وړ ده چې نوموړی د نوموتي لوبغاړي محمد نبي عیسخېل زوی دی او ممکن نوموړی په راتلونکي کې د پلار په څیر ورته نړیوال ستوری جوړ شي.

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې