بهرني لوبغاړي

۴۰ کلن حفیظ د خراب فرفامنس سره سره هم په شل اوریزه کرکټ کې ریکارډ جوړ کړ.

پاکستانی تجربه لرونکي آل راؤنډر «محمد حفیظ» په شل اوریزو لوبو په «۷۰۰۰» منډو بشپړولو سره د مړۍ ۲۲م او پاکستان دوهم لوبغاړی وشمېرل شو چې زیاتې منډې جوړوي.

نوموړي دغه ریکارډ د زمبابوې خلاف د درېو شل اوریزه سیالیو لړۍ په دوهمه لوبه کې ثبت کړ کومه کې چې پاکستان د شرمناکې ماتې سره مخ شو.

محمد حفظ له شعیب ملک وروسته دوهم پاکستانی لوبغاړی دی چې شل اوریزه فارمټ کې زیاتې ۷ زره منډې کوي، له حفیظ وړاندې شعیب ملک په په ټولټال «۳۸۹» اننګزونو کې «۱۰۴۸۸» منډې جوړې کړي دي چې د پاکستان لومړی او د نړۍ په کچه دریم مخکښ منډې جوړونکی لوبغاړی دی.

حفیظ د تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستان شل اوریزه لوبډلې کلیدي لوبغاړی دی، حفیظ په ۲۰۲۰م کال کې په شل اوریزه کرکټ کې ترټولو ډیرې «۴۱۵» منډې جوړې کړې چې پکې څلور نیمه سلیزې شاملې وې چې نوموړي د خپل کیریر تر ټولو غوره منډې «*۹۹» ناسوځیدلی هم ثبت کړې.

حفیظ له ډیرې مودې راهیسې د پاکستان په ملي لوبډله کې لوبیږي، هغه په ​​دې وروستیو کې د پاکستان لپاره خپله ۱۰۰ مه شل اوریزه لوبه هم ثبت کړه.

حفیظ هغه مهال هم د پاکستانۍ لوبډلې برخه وه کله چې په ۲۰۰۵م کال کې پاکستان لومړۍ شل اوریزه لوبه د انګلستان خلاف ترسره کړه او په «۴۶» منډو یې بریا خپله کړه.

۴۰ کلن حفیظ په ۲۰۲۱م کال کې په خراب حالت کې دی نوموړي په ۶ اننګزونو کې د ۱۳ اوسط سره ټولټال ۶۵ منډې جوړې کړې دي.

حفیظ په دې وروستیو کې څرګنده کړه چې د هغه اوسنی هدف د اکتوبر څخه تر نومبر پورې په هند کې د شل اوریزه نړیوال جام کې د پاکستان استازیتوب کول دي او هغه به ژر تر ژره بېرته خپل فارم ته راستون شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې