افغانستان کریکټ

افغانستان کرکټ بورډ اجرایه ریاست ته نوی شخص ټاکلی

د یو شمېر راپورنو له مخې چې افغانستان کرکټ بورډ د اجرائیه ریاست بست لپاره نوی مشر ټاکلی دی، راپورنه وایي چې ډاکټر حامد شینواری ددې ریاست لپاره نوی اجرایه مشر ټاکل شوی دی، خو کرکټ بورډ او چارواکو یې په اړه تراوسه رسمي کوم څه نه دي ویلي.

په هېواد کې د کرکټ د نړۍ څارونکو او خبریالانو دغه خبر تائید کړی دی او ویلي یې دي چې حامد شینواری د اجرائیه ریاست مشر ټاکل شوی چې ډیر ژر به اعلان شي، خبریال او مبصر ابراهی مومند پر خپله ټویټر پاڼه دا خبر تائید کړی دی هغه ویلي چې دکتور حامد شینواری د کرکټ بورډ نوی اجرایه مشر ټاکل شوی دی.

د نوموړی ترڅنګ د کرکټ څارونکي او مبصر مطیع الله عابد هم دا خبر تائید کړی دی، همداراز د ټولنیزې میډیا ډیرو کارکوونکو ددې خبر پخلی کړی دی.

نوموړی داسې مهال اجرائیه ریس ټاکل کیږي چې خپله یې د ۲۰۲۰ کال د مای میاشت په شلمه له اشنا راډیو سره په مرکه کې ویلي و چې اجرائیه ریاست ته اوس وخت کې هیڅ ضرورت نشته.

د یادولو ده چې شینواری کلونه مخکې هم د بورډ د اجرائیه ریس په توګه پاتې شوی دی او دې برخه کې تجربه لري.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې