بهرني لوبغاړي

اشیش نهرا: موږ له جسپریټ بومرا څخه هم ښه بالر لرو


د هند کرکټ لوبډلې روزنکي او پخواني کرکټر اشیش نهرا ویلي موږ له جسپریټ بومرا څخه ښه بالر لرو چې کولای شي د کرکټ په ټولو فارمټونو کې غوره توپ اچونه وکړي، نوموړي ویلي محمد سراج له بومرا څخه غوره دی او ښه توپ اچوونه کوي.

کریکټ مور ویب سایټ لیکلي چې نهرا دغه دواړه توپ اچوونکي پرتله کړي دي او ویلي یې دي چې محمد سراج له بومرا غوره بالر دی، دې ویب سایټ د نوموړي له قوله لیکلي چې بومرا یواځې د شل اوریزه لوبو لپاره ښه دی مګر محمد سراج په ټولو فارمټونو کې ښه توپ اچونه کوي.

نهرا دا هم ویلي چې سراج ډیره ښکلې توپ اچونه کوي او دی د هغه د بالینګ لیدلو ته هم ډیر لیواله دی او که هغه خپل فټنس همداسې ښه وساتي نو نور ه هم پرمختګ وکړي.

سراج تراوسه په روانو ای پي ایل سیالیو کې څلورو لوبو کې پنځه ویکټې اخستي دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې