نړیوال کریکټ

پاکستان له زمبابوې وروسته انګلستان ته سفر کوي.

د پاکستان کرکټ بورډ «پي سي بي» سرچینو په وینا، سره له دې چې د کرونا وایروس له امله انګلستان په پاکستانیو د سفرونو بندیز لګول شوی خو پاکستانۍ لوبډله به د ټاکل شوي مهالویش مطابق انګلستان ته سفر وکړي.

سرچینې زیانوي چې انګلستان ته د پاکستان لوبډلې سفر د مخه دواړه بورډونه به د مۍ میاشتې په پای کې وضعیت وڅیړي او سفر ته به بیاکتنه وکړي.

د پي سي بي سرچینو وویل چې د شرایطو سره سم به د مۍ میاشتې په پای کې پرېکړه وشي، د کرونا ناروغۍ له امله به د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د سیریز څخه دوه اونۍ دمخه انګلستان ته سفر وکړي، ترڅو پاکستانۍ لوبډله د لړۍ پیل څخه د مخه خپل اوه ورځنۍ قرانطین پای ته ورسوي.

د مالوماتو له مخې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله به د جون په ۲۲ مه نېټه انګلستان ته سفر وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شل اوریزه او یو ورځنۍ لوبې په جولاۍ کې ترسره شي.

پاکستاني لوبډله اوس مهال د سویلي افریقا کمیابه سفر وروسته د زمبابوې سره د درې شل اوریزه او دوه ټیسټ سیالیو په لړۍ بوخته ده.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې