لیګونه

نن په هندوستان غوره لیګ کې ۱۶ مه سیالۍ ترسره کېږي

ټاکل شوې ده چې د هندوستان غوره لیګ سیالیو په دوام نن ماښام د دغه لیګ ۱۶ مه سیالۍ د راجستان راېلز او راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ د افغانستان پر وخت ماښام مهال ۷:۰۰ بجې پیل شي.

یاده دې وې چې سږ کال راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې خورا ښه او قوي پیل کړی دی او تر دې دمه پورې یې یوه سیالۍ هم نده بایللې. بنګلور لوبډلې تر اوسه پورې ۳ لوبې ترسره کړې دي او درې واړه سیالۍ یې په خپلې ګټې پایته رسولې دي.

له بلې خوا راجستان راېلز لوبډلې بیا درې سیالۍ ترسره کړې دي چې له درې سیالیو څخه یې یوازینۍ یوه سیالۍ له چینای سوپر کېنګز لوبډلې څخه ګټلې ده او پاتې دوه لوبې یې بیا بایللي دي، چې د جدول په شپږم مقام کې قرار لري.

د دواړو لوبډلو نوملړونه په لاندې ډول دي:

راېل چلېنجرز بنګلور: وېرات کوهلي (لوبډلمشر) ، ای بي ډویلیرز ، دیوودت پډیکل ، یوزوېندر چاهل ، محمد سراج ، کېن ریچارډسن ، واشنګټن سندر ، پیون دیشپاندي ، جوشوا فیلیپ ، شهباز احماد ، نویدېپ سیني ، ادم زیمپا ، کاېل جیمېسن ، ګېلن میکسویل ، راجت پاتدار ، سچن بیبي ، محمد اظهرودین ، ​​ډین کرسچین ، کی اس بهارت ، سویاش پربودیسایي ، ډینیل سمس او هرشیل پتییل.

راجستان راېلز: سنجو سمسن (لوبډلمشر او ویکېټ ساتوونکی) ، جوس بټلر (ویکېټ ساتوونکی) ، بېن سټوکس ، یاشسوي جاسوال ، منان ووهرا ، انوج راوت ، ریان پارګ ، ډیویډ مېلر ، راهول تیوټیا ، ماهیپال لوومر ، شریوس ګوپال ، مایانک مارکنده ، انډریو ټای ، جایدیو انادکات ، کارتېک تیاګي ، شیوام ډوبي ، کرېس مورېس ، مصطفی الرحمن ، چیتان ساکاریا ، کي سي کاریاپا ، لیام لیونسټون ، کلدیپ یادو ، آکاش سېنګ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې