دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

محمد عامر:هغه شان چې لازمه وه،زما احترام ندی شوی.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي محمد عامر په وروستۍ مرکه کې د کرکټ څخه د تقاعد کیدو د راز څخه پرده اوچته کړه.

نوموړي وویل،په لوبډله کې نوموړي ته هغه شان احترام نه ورکول کیده،لکه څه قسم چې یوه لوبغاړي ته لازمه وي.

نوموړي همداشان زیاته کړه،د لوبو پر مهال د پاکستان کرکټ لوبډلې د منجمېنټ لخوا په ذهني توګه ربړول شوی او همدا علت وو چې نوموړي له نړیوال کرکټ پريښودو ته اړ شو.

نوموړي ژمنه وکړه،که چیرې د ټیم منجمېنټ کې بدلون رامنځ ته شي،چمتو دی چې بیرته نړیوال کرکټ ته را وګرځي.

هغه وویل:”هو! زه چمتو یم چې بیرته نړیوال کرکټ ته راوکرځم،پدې شرط چې د ټیم اوسنی منجمېنټ له منځه لاړ شي.”

“کرکټ څخه تقاعد زما خپله پریکړه نه وه،تقاعد ته هغه مهال مجبور شوم چې پوه شوم چې بیرته لوبډلې ته د راتګ چانس مو نور نشته.خو که چیرې د ټیم منجمېنټ اداره بدلون وکړي،څوک پوهیږي،شاید زه بیا هم نړیوال کرکټ ته راستون شم.”

“په هر حال،کوم څه چې ماته شوی وی،هغه احترام درلودل وو،دا چې ماته احترام نه کیده،اړ شوم چې تقاعد واخلم.”

د یادونې وړ ده چې محمد عامر په ۲۰۲۰ کال دسمبر میاشت کې په ناڅاپي ډول د نړیوال کرکټ څخه تقاعدي اعلان کړه،چې هغه مهال د پاکستان پخوانیو کرکټرانو د محمد عامر پدې ناڅاپي پریکړه خواشینۍ وښودې.

محمد عامر د پاکستان لپاره په ټولو پارمټونو کې ۱۴۷ لوبې کړي وې.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې