ریکارډونهنړیوال کریکټ

محمد رضوان د شل اوریزه کرکټ په ۱۶ کلن تاریخ کې نوی ریکارډ جوړ کړ.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ویکټ کیپر توپ وهونکي «محمد رضوان» د شل اوریزه کرکټ په ۱۶ کلن تاریخ کې ترټولو لوی ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ، محمد رضوان د خپل کیریر په جریان په وروستۍ «۹» لوبو کې ترټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وشمېرل شو.

۲۸ کلن محمد رضوان په خپلو وروستیو «۹» شل اوریزه سیالیو کې د «۱۰۳» اوسط او ۱۴۵ سټرایک ریټ پر مټ ټولټال «۵۱۵» منډې جوړې کړي دي چې یو نړیوال ریکارډ دی.

لدې وړاندې استرالیاوي چټک توپ وهونکي ګلین مکسویل په ۹ سیالیو کې «۵۰۲» منډې جوړې کړي وې، ورپسې بل استرالیاوي توپ وهونکي ارون فینج په ۹ سیالیو کې «۵۰۱» منډې جوړې کړي وې، همدا راز روهیت شرما ۴۹۶، هندي لوبډلمشر ویراټ کوهلي ۴۸۸، بابر اعظم او محمد حفیظ بیا ۴۶۸-۴۶۸ منډې جوړې کړې وي.

باید ووایو چې محمد رضوان د زمبابوې خلاف د درې شل اوریزه سیالیو لړۍ لومړۍ لوبه کې ۸۴ منډې وکړې چې پاکستانۍ لوبډلې په «۱۱» منډو بریا خپله کړه او د درې شل اوریزه سیالیو په لړۍ کې یې یو پر صفر مخکیوالی ترلاسه کړ.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې