ریکارډونهلیګونه

لوکیش راهول د ویراټ کوهلي ریکارډ مات کړ.

د پنجاب کینکز لوبډلې مشر کې ایل راهول د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې خلاف په لوبه کې د بنګلور لوبډلې مشر ویراټ کوهلي ریکارډ ته ماتي ورکړه او د هند لپاره لومړی لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې (۵ زره) چټکې منډې جوړوي.

ویراټ کوهلي دغه منډې په ۱۶۷ اننګزونو کې ترلاسه کړي وې.خو کې ایل راهول بیا په ۱۴۳ اننګزونو کې دغه منډې ترلاسه کړې.

راهول د لوبې د پیل وړاندې یوازې یوې منډې ته اړتیا درلوده،تر څو په شل اوریزو لوبو کې پنځه زره منډې بشپړې کړي.نوموړی وتوانیده چې د حیدراباد لوبډلې په ورو توپ اچونکي ابشیک شرما باندې په لومړي توپ دغه کارنامه ترلاسه کړي.

یاده دې وي چې راهول پدې سره د هند لخوا لومړی پنځه زره چټکې منډې جوړونکی لوبغاړی شو او په نړیواله کچه بیا له کریس ګېل وروسته دوهم لوبغاړی شو چې پنځه زره چټکې منډې ترلاسه کوي.

کریس ګېل په ۱۳۲ اننګزونو کې (۵۰۰۰) چټکې منډې ترلاسه کړي وې.

هیره دې نه وي چې د کې ایل راهول تر مشرۍ لاندې پنجاب کینکز لوبډلې یاده سیالي حیدراباد لوبډلې ته په نهو ویکټو بایلوده.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې