دلوبغاړو په اړه

سکندر رضا تر نامعلومې نیټې پورې له نړیوال کریکټ څخه بهر شو

د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې تکړه او پیاوړی الراونډر لوبغاړی سکندر رضا تر نا معلومې نیټې پورې له هر ډول کریکټ سیالیو څخه بهر شو.

نوموړي د هډوکي ټپ درلود چې له امله یې نوموړي د پاکستان پر وړاندې روانې لوب لړۍ هم له لاسه ورکړې خو اوس تازه ځینې راپورنه کاږي، چې د سکندر رضا ټپ په کینسر ناروغۍ باندې بدل شوی دی.

چې له همدې کبله به هغه ونشي کولی چې تر نا معلومې نیټې پورې کریکټ ته بیرته راستون شي. سکندر رضا له نړیوالې کرېکنفو سره خبرو کې وویل:

((ما په ابوظهبۍ کې په خپل ښي لاس کې درد محسوس کړ ما په پیل کې داسې ګمان کاوه چې دا به یو عادي عضلاتي درد وي خو درد یې لا پسې زیاتېده، زما یاد شي چې د دغه درد له کبله ما د شپې هم ارام ونه کړ حتی د خوب ګولۍ مې هم واچولې خو سره له دې بیا هم درد ارامه نه شو او ارام مې ونه شو کولی.)) خو وروسته نوموړي د خپل ټپ الټراساونډ وکړ چې یاد الټراساونډ ثابته کړه چې د نوموړي ټپ د ډاډ وړ دی.

خو اوس تازه راپورنه زیاتوي، چې ډاکټران د نوموړي پر ټپ شکي شوې دي او ویل کېږي چې د سکندر رضا ټپ په کینسر باندې بدل شوی دی. سکندر رضا له خپلو مینه والو غوښتې چې د هغه د ښیې روغتیا لپاره دوعاوې وکړې.

د یادولو وړ ده چې زمبابوې کریکټ ټیم اوس مهال د پاکستان کوربتوب کوي چې دواړه لوبډلې به له یو بل سره ۳ شل اوریزې او دوه ټېسټ سیالۍ ترسره کړې. چې له ډلې یې لومړۍ شل اورېزه سیالۍ ترسره شوه چې پاکستانۍ لوبډلې په ۱۱ منډو وګټله.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې