لیګونه

راشدخان ابشیک شرما ته څه ويلي؟

د سنرایزرس حیدرآباد لوبډلې پیاوړی افغان الراونډر راشدخان د خپلې لوبډلې ځوان لوبغاړي ابشیک شرما ته مشوره ورکړې او ورته ویلي يې دي،چې تاسو به راتلوونکي کې د هندوستان یو له پیاوړو الروانډرانو واوسئ.

راشدخان پخپلې ویډيو کې چې د ای پي ایل په پاڼه هم خپاره شوي ده،ابشیک شرما هڅولی او نوموړی اینده یې روښانه بللې.

«ابشیک شرما! که تاسو همداسې خواري او خپل محنت جاري وساتئ،نو په راتلوونکي کې به د هندوستان یو له بهترینو الراونډارنو څخه واوسئ.تاسو استعداد لرئ او بریالی به هم وی.»

ابشیک شرما د خپلې کارکردګۍ په اړه راشدخان ته وویل:«ما په جال کې زیات تمرین په بالینګ وکړ،کله چې مو د پنجاب کینکز لوبډلې سره لوبه درلوده،د لوبډلې مشر ډیويډ وارنر ماته وویل چې لومړی اور به تاسو کوئ.ما سم ونه اوریدل،بیا یې تکرار کړه او زه یې تایید کړم.هغه راته وویل چې دا رول باید ادا کړې.زه هم مطمئن ووم چې د لوبډلې لپاره به خپله دنده اجرا کړم.»

«سپين یا ورو توپ اچونه مو له خپل پلار زده کړې،هغه زما د کوچنیتوب د وخت روزونکی وو،زیاتره سلیډر بالونه هغه راښودلي.»

د یادونې وړ ده چې ابشیک شرما تیره ورځ د پنجاب کینکز لوبډلې خلاف په لوبه کې د ۲۴ منډو په بدل کې دوه ویکټې ترلاسه کړې.او سنرایزر لوبډلې وروسته یاده سيالي په نهو ویکټو له پنجاب کینکز لوبډلې وګټلې.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې