ریکارډونهلیګونه

د کلکتې چینای سوپر کینګز په لوبه کې «۸» ریکارډونه جوړ شول.

د ۲۰۲۱م کال هند غوره لیګ سیالیو په دوام ۱۵ مه لوبه د کلکتې نایټ رایډرز او چینای سوپر کینګز ترمنځ ترسره شوه چې پکې چینای سوپر کینګز په «۱۸» منډو بریا خپله کړه.

په دغه سیالۍ کې ټولټال «۸» ریکارډونه جوړ شول چې په لاندې ډول یې درسره شریکوو.

لومړی:
۲۰۰: دا په ای پی ایل کې دنیش کارتیک لپاره ۲۰۰ مه لوبه وه، هغه د ایم ایس ډوني «۲۰۸» او روهیت شرما «۲۰۴» لوبو وروسته دریم لوبغاړی شو چې ای پي ایل کې زیاتې لوبې ترسره کوي.

دوهم:
د فاف ډوپلیسس او ریتوراج ترمنځ د «۱۱۵» منډو ملګرتیا په ای پی ایل کې د «کې کې ار» په وړاندې د چینای سوپر کینګز لپاره ترټولو لویه افتتاحي یا اوپنینګ ملګرتیا وه.

دریم:
د چینای سوپر کینګز لخوا «۲۲۰» منډې سکور د کلکتې پروړاندې د دوی ترټولو لوړ اننګز و، او په ټوله کې د ټولو لوبډلو په پام کې نیولو سره پنځم لوړ هدف ټاکل شوی وو.

څلورم:
پیټ کومینز د سام کرن پروړاندې په یوه اوور کې «۳۰» منډې جوړې کړې، دا د «ای پي ایل» تاریخ کې د دریم ځل لپاره لوړې منډې دي.

پنځم:
د پتټ کومینز لخوا په اتمه ویکټ «۶۶» منډې جوړل د «ای پي ایل» په تاریخ کې لومړی ځل دی، لدې وړاندې هربجن سینګ په ۲۰۱۵ م کال کې په اتمه ویکټ ۶۴ لوړې منډې جوړې کړي وې.

شپږم:
سام کرن په خپلو څلور اورونو کې «۵۸» منډې ورکړې، دا دې ای پي ایل تاریخ کې د چینای سوپر کینګز لپاره دوهم.توپ اچونکی شو چې زیاتې منډې ورکوي، له دې وړاندې «موهیت شرما» په ۲۰۱۵ م کال ای پي ایل سیالیو کې د حیدراباد په وړاندې ۵۸ زیاتې منډې ورکړي وې.

اووم:
ایم ایس ډوني په ای پي ایل کې د ویکټ کیپر په توګه «۱۵۰» لوبغاړي وسوځول چې یو ریکارډ حساب شو.

اتم:
د انډري رسل او دنیش کارتیک تر منځ د «۸۱» منډو ملګرتیا په ای پي ایل کې د کلکتې لوبغاړو لخوا په شپږمه ویکټ د پنځم ځل لپاره لوړه ملګرتیا ثبت شوه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې