دلوبغاړو په اړهلیګونه

د هندوانو زوم مکسويل:ار سي بي سره یو ځای داسې احساسوم لکه کور کې چې ووم.

د ار سي بي لوبډلې مخکښ لوبغاړی ګلین مکسويل پخپلو وروستیو تازه څرګندونو کې ويلي،د هغې ورځې راهیسې چې ار سي بي لوبډلې غړو سره یو ځای شوی داسې احساس کوي،لکه خپل کور کې چې شتون ولري.

«د هغې ورځې راهیسې چې دلته د ار سي بي لوبډلې سټاف سره یو ځای شوی یم.د خوښۍ او داسې احساس کوم،لکه پخپل هیواد کې چې شتون ولرم.روزونکي،لوبغاړي او ټول سټاف زمونږ ملاتړ کوي.ډير ښه ساعت تیری وي.پدې هیله یو چې همداسې ښو لوبو ته دوام ورکړو.»

د یادونې وړ ده چې ګلین مکسویل په تیر پړاو ای پي ایل سيالیو کې په بشپړه توګه په توپ وهنه کې پاتي راغلی وو او د ټورنمینټ په ټولو لوبو کې یې تر ۱۰۰ پورې منډې کړي وې.

خو سږ کال نوموړی ار سي بي لوبډلې سره دی او ښه په فوم کې سيالۍ ترسره کوي.

نوموړي تردې مهاله ۱۷۶ منډې جوړې کړي دي.
ار سي بي لوبډله اوسمهال د جدول په دوهم مقام کې قرار لري.یادې لوبډلې درې لوبې کړي او شپږ پوینټونه یې ترلاسه کړي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې