نړیوال کریکټ

د مالېزیا او نېدرلنډ کریکټ لوبډلو ترمنځ سیالۍ مساوي پاېته ورسېده

د نیپال په کوربتوب د درې اړخېزه شل اورېز سیرېز په دوام وړمه ورځ نېدرلنډ او مالېزیا کریکټ لوبډلې یو له بل سره مخامخ شوې چې په پایله کې سیالۍ مساوي پاېته ورسېده.

د لوبې پچه په لومړیو کې مالېز کریکټ ملي لوبډلې وګټله او لومړی یې د نېدرلنډ کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. نېدرلنډ کریکټ ټیم د لومړۍ توپ وهنې پر مټ د خرابې هوا له امله په ۱۳ اورنو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۷ منډې وکړې.

چې له ډلې یې بېن کوفر سترې ۵۴ ناسوځیدلې منډې وکړې. د مالېزیا کریکټ ټیم له لوري توپ اچونه کې محمد وفیق ۲، وېرندېپ سېنګ او پاویندېپ سېنګ هر یوه ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

په ځوابي توپ وهنه کې مالېزیا کریکټ ټیم تر ۱۰ اورنو پورې توپ وهنه وکړه او له هغې وروسته سیالۍ د باران له وجې وتړل شوه چې بلاخره په پایله کې لوبه د باران له امله مساوي پاېته ورسېده. مالېزیا کریکټ ټیم په ۱۰ اورنو کې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړې وه او ۹۱ منډې یې وکړې.

د مالېزیا کریکټ ټیم له لوري توپ وهنه کې سید عزیز ۳۰، انور اردن ۲۳ او وېرنديپ سېنګ ۱۴ منډې وکړې. د نېدرلنډ کریکټ ټیم له لوري توپ اچونه کې سباسټیان برات ۲، ویوین کینګما او باس ډی لیډي هر یوه ۱-۱ لوبغاړی له مخې پورته کړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې