لیګونه

د فاف ډوپلیسیس ښيې توپ وهنې چینای سوپر کېنګز ته بریا ور په برخه کړه

د هندوستان غوره لیګ په دوام تېر ماښام د دغه لیګ ۱۵ مه سیالۍ د چینای سوپر کېنګز او کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د چینای لوبډلې د فاف ډوپلیسیس د ښیې توپ وهنې په مرسته بریا ترلاسه کړه.

د لوبې په پیل کې پچه کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې وګټله او چینای سوپر کېنګز ته یې لومړی د توپ وهنې بلنه ورکړه. چینای سوپر کېنګز لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ ټاکلو ۲۰ اورنو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۰ منډې وکړې.

د چینای سوپر کېنګز لپاره توپ وهنه کې فاف ډوپلیسیس تر نورو ښه وځلېد نوموړي ۹۵ ناسوځیدلې منډې وکړې همدغه راز ترڅنګ یې رتوراج ګیکواډ ۶۴ او معین علي ۲۵ منډې وکړې.

د کلکتې ناېټ راېډرز له لوري توپ اچونه کې وېرن چکورټي، سنېل ناراین او انډر رسیل هر یوه ۱-۱ لوبغاړی وسوځوه.

د ټاکل شوې هدف په ځواب کې کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې په ۹۱.۱ اورنو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۲ منډې وکړې او د ۱۸ منډو په توپېر یې ماتې وخوړله.

د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې لپاره توپ وهنه کې پیټ کیمنز ۶۶، انډر رسیل ۵۴ او دنېش کارتېک تر نورو سترې ۴۰ منډې وکړې.

د چینای سوپر کېنګز له لوري توپ اچونه کې ډیپېک چهار ۴ لانګي نیګډي ۳ او سام کرن یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې