دلوبغاړو په اړهلیګونه

حیدرآباد لوبډلې لپاره ښه خبر ندی او مهم لوبغاړی یې له ټورنمېنټ بهر شو.

د سنرایزرس حیدرآباد لوبډلې کیڼ لاسی مهارتي بالر نتراجن د ټوټاکۍ یا د پښې د ټپ له کبله د روان څوارلسم پړاو ای پي ایل سیالیو څخه بهر شو.

سنرایزر حیدرآباد لوبډلې ځینو سرچینو هم تایید کړې چې نوموړی د ټپونو له کبله د روان لیګ څخه بهر شوی دی.

۳۰ کلن نتراجن د حیدرآباد لوبډلې لپاره په روان ټورنمېنټ کې یوازې دوه لوبې ترسره کړې او دوه ویکټې یې پکې واخیستې،خو نوموړی په تیرو دوو لوبو کې د حیدرآباد لوبډلې سره نه وو.

حیدرآباد لوبډلې په روان پړاو ای پي ایل سیالیو کې څلور لوبې کړي،چې یوازې یوه لوبه یې ګټلې.

وروستۍ لوبه یې د پنجاب کینکز لوبډلې خلاف وه چې په نهو ویکټو یې وګټله.

د پنجاب کینکز لوبډلې سره د لوبې د پیل وړاندې د حیدرآباد لوبډلې کپتان تایید کړي وه،چې نتراجن د ټوټاکۍ له درد سره مخ شوی او نوموړی به د سکن وروسته اوه ورځې په قرنطین کې وي.

اوس تایید شوي چې نوموړی به نور د لوبډلې سره مل نه وي.

سنرایزرس حیدرآباد لوبډله به راتلوونکي لوبه د یکشنبې په ورځ د ډهلي کپټلز لوبډلې سره ترسره کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې