دلوبغاړو په اړهلیګونه

بد خبرونه یې دوام لري، کلکته له ماتې وروسته جریمه شوه.

په هندوستان پریمیر لیګ سیالیو کې په ټاکلي وخت د اورونو پای ته نه رسول دوام لري،دا ځلط د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې مشر ایون مورګن جریمه شو.

د ای پي ایل د ویب سایټ د معلوماتو له مخې چې د کلکتې لوبډلې مشر د چنای سوپر کینکز لوبډلې خلاف په تیره لوبه کې د اورونو د ټاکلي وخت څخه سرغړونه کړې او په ځنډ سره یې اورونه ترسره کړي،چې له کبله یې نوموړی په دوولس لکه هندۍ کلدارې جریمه شوی دی.

د ای پي ایل د قوانینو له مخې که چیرې د نوموړي لوبډله دوهمه سرغړونه وکړي،بیا به یې کپتان ۲۴ لکه هندۍ کلدارې او لوبډلې پاتي غړي به یې ۲۵ سلنه د میچ فیس په ورکولو جریمه کیږي.

دا په روان لیګ کې د ایون مورګن تر کپتانۍ لاندې د کلکتې لوبډلې د اورونو څخه د تیري لومړی سرغړونه وه،لدې وړاندې نورې لوبډلې هم د اورونو څخه د سرغړونې له کبله جریمه شوي دي.

هیره دې نه وي چې کلکتې لوبډلې د یوې سختې مقابلې وروسته لوبه په ۱۸ منډو توپیر چنای سوپر کینکز لوبډلې ته بایلوده.

چنای سوپر کینکز لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ټاکلو شل اورونو کې ۲۲۰ منډې جوړې کړي وې.

په ځواب کې یې کلکتې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۰۲ منډې جوړې کړې.

دا په روان لیګ کې د چنای لوبډلې دریمه بریا وه او په ګټلو سره یې چنای لوبډله د جدول سر ته پورته شوه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې