لیګونه

نن په هندوستان غوره لیګ کې دوه لوبې ترسره کېږي

د هندوستان غوره لیګ په دوام به نن په دغه لیګ کې دوه لوبې ترسره شي. په پام کې ده، چې لومړۍ لوبه به د سنراېزر حېدراباد او کېنګز پنجاب لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

همدغه راز دوهمه لوبه به بیا د کلکتې ناېټ راېډرز او چینای سوپر کېنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شي. هېره دې نه وې چې سنراېزر حېدراباد لوبډلې تر دې دمه درې سیالۍ ترسره کړې دي او درې واړه لوبې یې بایللې دي چې د جدول په پای کې قرار لري.

نن غرمه به سنراېزر حېدراباد لوبډله له پنجاب کېنګز لوبډلې سره مخ شي. د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه په لاندې ډول دي:

پجناب کېنګز: کیل راهول (لوبډلمشر او ویکېټ ساتوونکی) ، مایانک اگروال ، کرېس ګېل ، دیپک هوډا ، نیکولس پوران ، شاه رخ خان ، ژی ریچارډسن ، جلال سکسینا / روی بشنوئي ، محمد شامي ، ریلی میرډیت / کرېس اردن ، ارشپیت سېنګ.

سنراېزر حېدراباد: ډوېډ وارنر (لوبډلمشر) ، جوني بیریستو (ویکېټ ساتوونکی) ، منېش پانډي ، وېرات سنګ / کین ویلیمسن ، وجي شنکر ، ابېشیک شرما / کیدر جادوی ، عبدالصمد ، راشد خان ، بھوینېشور کمار ، مجېب الرحمن / شهباز ندیم ، خلیل احمد / ټ نټراجن.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې