دلوبغاړو په اړهلیګونه

محمد عامر په ټونټي بلاسټ سیالیو کې تړون وکړ.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کیڼ لاسي چټک توپ اچونکي محمد عامر د انګلستان په کوانټي ټونټي بلاسټ سیالیو کې د کېنټ سپېټفایرز لوبډلې سره د لوبیدو تړون وکړ.

دغه کیڼ لاسي چټک توپ اچونکي چې په ۲۰۲۰ کال دسمبر میاشت کې یې له نړیوال کرکټ څخه تقاعدي اعلان کړه،په پام کې ده چې نوموړی به د ټونټي بلاسټ سیالیو په وروستیو اوو لوبو کې د یادې لوبډلې سره یو ځای شي.

محمد عامر هم د کېنټ لوبډلې سره په یو ځای کیدو خوښي ښودلې او ویلي یې دي،هڅه به وکړي چې خپلې لوبډلې ته په یاد لیګ کې ښې لوبې ترسره کړي.

محمد عامر به ځکه د یاد لیګ په وروستي پړاو کې له یادې لوبډلې سره یو ځای شي،چې نوموړی پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د کراچۍ کینکز لوبډلې سره دی او په یاد لیګ کې برخه لري.

د پاکستان سوپر لیګ ځنډول شوي سیالۍ په پام کې دي چې د جون په لومړۍ نېټه به پیل چې د جون تر شلمې نېټې به دوام وکړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې