مقالې

له دې به نه وی خبر؟ نیکولاس پورن د شاهد افریدي ورور دی.

له دې به نه وی خبر؟ نیکولاس پورن د شاهد افریدي ورور دی.

شاهد افریدي د کرکټ نړۍ یو مشهوره پاکستانی پښتون الراونډر ؤ چې تر ډېره یې په غټو شاټونو کې لوی نوم مهارت درلود، هغه ۱۶ کلن و چې د سریلانکا لوبډلې خلاف یې په یو ورځنۍ لوبه کې په ۳۷ توپونو چټکه سلیزه ترلاسه کړه، له همدې امله یې د کرکټ په نړۍ کې ځانګړی نوم او مقام ترلاسه کړ.

شاهد افریدي د چټکې توپ وهونې له امله ډېر کله په «صفر» سوځېده، میدان ته په راتګ به نوموړي د غټ شاټ هڅه کوله چې په ترڅ کې یې ډېر کله خپله ویکټ په صفر «0» د لاسه ورکوله، له همدې امله شاهد افریدي لومړی لوبغاړی دی په نړیوالو سیالیو کې په زیاتو «۴۴» صفرونو سوځېدلی دی.

له بلې خوا د ویسټ انډیز لوبډلې چپ لاسی چټک توپ وهونکی «نیکولاس پورن» هم په غټو شاټونو کې ځانګړی نوم او مهارت لري، که څه هم تېر ۲۰۲۰م کال کې نوموړی د پنجاب لوبډلې د ملا تیر یادېده، خو سږ کال بېواسه دی.

پورن تېر ګال د پنحاپ په ګټه «۱۴» سیالیو کې د ۳۵ اوسط او ۱۷۰ سټرایک ریټ په مټ ټولټال «۳۵۳» منډې جوړې کړې، خو سږ کال یې تر دې دمه په څلور سیالیو کې یوازې «۹» منډې جوړې کړي دي چې درې ځله په صفر «0» سوځېدلی دی، له همدې وجې ډېرو رسنۍ او مینوالو ویلي دي چې پورن په صفرونو کې د شاهد افریدي ورور دی.

پنحاب لوبډلې د تېر کال د بېکاره سیزن وروسته په لوبډله کې لوی بدلون راوست او د لوبډلې نوم یې هم بدل کړ ترڅو خپل قسمت ورسره بدل کړي، خو تراوسه یې روان لیګ کې د څلور سیالیو څخه درې بایللي دي چې د نمرو په جدول کې وروستی اتم مقام له ځان سره لري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې