نړیوال کریکټ

زمبابوې د پاکستان خلاف ګټل شوي لوبه د لاسه ورکړه

پاکستانۍ لوبډلې نن د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ شل اورېزه سیالۍ ترسره کړه چې په ترڅ کې یې پاکستانۍ لوبډلې زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپېر ماتې ورکړه.

د لوبې په پیل کې زمبابوې کریکټ ټیم پچه وګټله او لومړی یې د پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. پاکستان کریکټ ټیم د لومړۍ توپ وهنې پر مټ ټاکل شوو ۲۰ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۹ منډې وکړې. چې له منځه یې محمد رضوان ۸۲ سترې ناسوځیدلې منډې وکړې.

د زمبابوې کریکټ له لوري توپ اچونه کې لوک جونګ او وي ویسلي ۲-۲ همدغه راز برزېنګ مزارهاني او ریچارډ نګاراوا هر یوه ۱-۱ لوبغاړی وسوځوه.

د ټاکل شوې هدف په ځواب کې زمبابوې کریکټ ټیم په ټاکلو ۲۰ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۸ منډې وکړې او هماغه چې ګټلې لوبه یې له لاسه ووتله. د زمبابوې کریکټ ټیم لپاره توپ وهنه کې کریګ ایروین ۳۴، تیناشی کامونوهوکموی ۲۹ او لوک جونګوی ۳۰ ناسوځیدلې منډې وکړې.

د پاکستان کریکټ ټیم له خوا توپ اچونه کې عثمان قادر ۳، محمد حسنین۲ حارث روف او محمد حفیظ هر یوه ۱-۱ لوبغاړی له مخې پورته کړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې