دلوبغاړو په اړهلیګونه

روهیت شرما جریمه شو، خو ولې؟ دلته یې ولولئ!

د ممبۍ انډیانز لوبډلې کپتان روهیت شرما د تیرې شپې په لوبه کې د ورو اورونو یا په ټاکلي وخت کې د اورونو پای ته نه رسولو له کبله دوولس لکه هندۍ کلدارې جریمه کړل شو.

سره ددې چې روهیت شرما په ډریسینګ روم کې وو او د لوبډلې کپتاني یې کیرون پولارډ په مخ بیوله،خو سره ددې بیا هم نوموړی جریمه کړل شو.

دا په روان لیګ کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې د ای پي ایل له قوانینو لومړی سرغړونه وه.

د یادونې وړ ده چې د ممبۍ انډیانز او ډهلي کپټلز لوبډلو ترمنځ په لوبه کې ممبۍ انډیانز لوبډلې د ۱۳۸ منډو کم هدف هدف ورکړی وو،چې د ډهلي لوبډلې لخوا په وروستي اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په شپږو ویکټو یې بریا خپله کړه.

نن به پدې سیالیو کې دوه لوبې ترسره شي چې لومړی لوبه به د ماسپيښین مهال د حیدراباد او پنجاب کینکز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دوهمه سیالي به بیا ماښام مهال د کلکته نایټ رایډرز او چنای سوپر کینکز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

په روان پړاو ای پي ایل سیالیو کې تردې دمه بنګلور لوبډله د جدول په سر کې ځای لري.

هیره دې نه وي چې د زیاتو منډو جوړولو په برخه کې شیکر داون د ۲۳۱ منډو په جوړولو سره لومړی مقام لري.

د زیاتو ویکټو اخیستلو په برخه کې هارشل پټېل د (۹) ویکټو اخیستلو سره لومړی مقام لري.

همداشان د ښه بالینګ په برخه کې اندري رسل (۵/۱۵) لومړی مقام لري.

د اقتصادي بالینګ په برخه کې راشدخان لومړی مقام لري.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې