لیګونه

د کین ویلیمسن په راتګ د حېدراباد بخت بیداره شو

په هندوستان تجارتې کریکټ لیګ کې ۱۴ مه لوبه نن غرمه د سنراېزر حېدراباد او پنجاب کېنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. چې سنراېزر حېدراباد لوبډلې له پرله پسې دریو ماتو وروسته په ننۍ سیالۍ کې بریا ترلاسه کړه.

د لوبې پچه پنجاب کېنګز لوبډلې وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. پنجاب کېنګز لوبډلې په ۱۹.۴ اورنو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۰ منډې وکړې. چې له ډلې یې مایانګ اګروال او شارخ خان ۲۲-۲۲ همدغه راز کرېس ګېل ۱۵ او ډیپک هوډا ۱۳ منډې وکړې.

د سنراېزر حېدراباد له لوري توپ اچونه کې خلیل احمد ۳ ابشېک شرما ۲ همدغه راز بهونېشور کمار، راشد خان او سدرات کهول ۱-۱ لوبغاړی اوټ کړ.

د پنجاب کېنګز له لوري ټاکل شوې هدف ته په ځواب کې سنراېزر حېدراباد لوبډلې خورا بهترینه پیل ورکړ او هماغه وه چې یاد هدف یې په ۱۸.۴ اورنو کې د ۱ لوبغاړي په زیان سره بشپړ کړ.

د سنراېزر حېدراباد له لوري توپ وهنه کې لوبډلمشر ډوېډ وارنر ۳۷، جوني بیریسټو ۶۷ ناسوځیدلې او کېن ویلیمسن بیا ۱۶ ناسوځیدلې منډې وکړې. د پنجاب کېنګز له لوري بیا توپ اچونه کې یوازې فایبن الین وتوانېد چې د ډوېډ وارنر ویکېټه واخلي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې