دلوبغاړو په اړه

د ام ایس ډوني کورنۍ له خاطر سره مخ ده!

د چنای سوپر کینکز لوبډلې کپتان مهندراسینګ ډوهني د مور او پلار په اړه پر کرونا د اخته کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د معلوماتو له مخې چې د نوموړي مور او پلار اوسمهال د چنای ښار په یو ځايي روغتون کې بستر شوي دي.

مهندراسینګ ډوهني مینه والو د خلکو څخه غوښتنه کړي چې د هغه مور او پلار ته د چټکې روغتیا دعاګانې وکړي.

نوموړي لیکلي:«د ډوهني مور او پلار په روغتون کې داخل شوي،ډاکټرانو ویلي د دوی ناروغي تراوسه سږو ته نده رسيدلې،له همدې کبله یې حالت تراوسه نورمل دي،خو سره ددې بیا هم د هغوی روغتیا ته دعاګانې وکړی.»

د یادونې وړ ده چې د اپریل تر څوارلسمې نېټې څخه په هند کې د کرونا نویو پيښو زیاتوالی کړی او د خلکو ژوند یې له ستر ګواښ سره مخ کړی.

مهندراسينګ ډوهني اوسمهال په هند پریمیر لیګ سيالیو کې په لوبو بوخت دی او دده په مشرۍ کې چنای لوبډلې تراوسه ښې لوبې روانې کړي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې