دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د امارتو دریم پاکستان الاصله لوبغاړی د فساد له امله په پنځه کلن بد محکوم شو.

د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» د متحده عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې پاکستان الاصله لوبغاړی «قدیر احمد خان» وروسته له هغې په پنځه کلن بند محکوم کړ چې په نوموړي د فساد لګول شوي تورونه هغه ومنل.

د اماراتو په لوبغاړي قدیر احمد خان تور لګول شوی و چې نوموړي د ۲۰۱۹م کال اکتوبر میاشت کې د شل اوریزه نړیوال جام کوالیفای روانډ سیالۍ پر مهال فساد یا «میچ فیکسینګ» کړی دی.

قدیر احمد خان په هغه لګول شوي تورونه ومنل او نوموړی د هر ډول کرکټ پنځه کلن بندیز سره مخ شو.

د پریکړې په اعلانولو سره د کرکټ نړیوالې شورا عمومي منیجر الیکس مارشل وویل: قدیر خان یو تجربه لرونکی نړیوال کرکټر دی چې د اداري فساد ضد روزنه یې هم ترلاسه کړې ده، هغه باید د هغه خلکو مخنیوی کړی وائ او د فاسدو خلکو راپور یې سمدلاسه د کرکټ نړیواله شورا ته رسولی وائ.

باید ووایو چې لدې وړاندې هم د عربي اماراتو دوه نور پاکستان الاصله لوبغاړي امجد جاوېد او شیمان انور په اتو اتو کالونو بند محکوم شول چې د قدیر خان سره یې یوځای د ۲۰۱۹م کال شل اوریزه نړیوال جام ته د لارموندې په سیالۍ کې فساد کړی وو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې