دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

جالب: پاکستاني لوبغاړي د الوتکې د ویرې له امله د زمبابوې سفر څخه انکار وکړ

پاکستانۍ لوبډله چې د جنوبې افریقا پر وړاندې یې خپل سفر پاېته ورساوه نو په پام کې ده، چې دغه لوبډله به نن د زمبابوې کریکټ ټیم پر وړاندې خپلې سیالۍ پیل کړې.

ټاکل شوې ده چې پاکستان او زمبابوې کریکټ ټیمونه د یو بل پر وړاندې نن لومړنۍ شل اورېزه سیالۍ ترسره کړې. خو د دغه سیرېز له پیلیدو وړاندې د پاکستانۍ لوبډلې پیاوړی لیګ سپینر توپ اچوونکی شاداب خان ټپې شوی دی چې په همدې بنسټ پاکستان کریکټ بورډ د هغه پر ځای یو بل لوبغاړی د نوموړي ځای ناستی وټاکلو.

خو په ورته وخت کې یوه عجیبه پیښه رامینځته کېږي چې نه یوازې یې بورډ چارواکې بلکې پاکستاني لوبغاړي یې هم حیران کړې دي. په حقیقت کې پاکستانۍ لوبډلې د زمبابوې سفر لپاره ۳۳ کلن لیګ سپینر توپ اچوونکی زاهد محمود د ۲۲ کلن ځوان توپ اچوونکي شاداب خان ځای ناستی ټاکلی دی.

مګر په دې ټوله کیسه کې یو ستر بدلون وروسته له هغې رامینځته شو چې پاکستاني لوبغاړي زاهد محمود د زمبابوې له سفر څخه انکار وکړ. پاکستانۍ ورځپاڼې د نیوز د محمود په حواله لیکلې دي، چې هغه د زمبابوې له سفر څخه انکار کړی دی، ځکه چې نوموړی بهر یوازې ندی تللی نو له همدې کبله نشې کولی الوتکه کې یوازې سفر وکړې.

له بلې خوا پاکستان کریکټ بورډ هم د زاهد محمود خبرې ومنلې او نوموړی یې د شل اورېزو سیالیو پر ځای ټېسټ لوبډلې ته غوره کړ. نوموړی به ممکن نن د اپرېل په ۲۱ مه نېټه حراره ته الوتنه وکړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې