دلوبغاړو په اړهلیګونه

ښه خبر ندی، راجستان د بین سټوکس او ارچر وروسته یو بل مهم لوبغاړی د لاسه ورکړ.

د راجستان رویلز لوبډلې انګلستاني لوبغاړي لیام لیونګسټون د کرونا چاپیریال څخه د ستومانه کیدو له کبله ای پي ایل سیالۍ نیمايي کې پريښودې او بیرته خپل هیواد ته ستون شو.

راجستان رویلز لوبډلې هم د لیونګسټون د بیرته ستون کیدلو خبر تایید کړی دی او ویلي یې دي،چې دوی د لیام لیونګسټون پریکړې ته احترام لري او هر چیرته چې وي،دوی یې ملاتړ کوي.

“لیام لیونګسټون تیره شپه ناوخته خپل هیواد ته ستون شوی.نوموړی د تیر کال راهیسې د کرونا څخه د ژوند خوندي چاپیریال کې تیر کړل او نوموړی نور لدې حالت ستړی شوی وو او له همدې کبله ای پي ایل څخه بهر شو.مونږ د هغه په حالت پوهیږو او پریکړې ته یې درناوی لرو.راجستان لوبډله په هرو حالتو کې چې هر ځای وي،د هغه ملاتړ کوي.”

د بین سټوکس وروسته چې د ګوتې د ټپ له کبله د ای پي ایل سیالیو بهر شو،دوهم انګلستانی لوبغاړی دی چې د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو بهریږي.

یاده لوبډله لا وړاندې د بل انګلستاني لوبغاړي جوفرا ارچر له خدمتونو څخه په روان لیګ کې محرومه ده.نوموړي هم د ټپونو له کبله سږ کال ای پي ایل سیالیو کې ګډون ونشو کړلی.

راجستان رویلز لوبډله به راتلوونکي سیالي د پنجشنبې په ورځ د رویل چیلنجرز بنګلور لوبډلې خلاف ترسره کړي.

بنګلور هغه لوبډله ده چې تراوسه یې په یاد لیګ کې یوه لوبه هم نده بایللې.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې