لیګونه

ډهلي کپټلز لوبډلې د آی پي ایل ۱۳ مه لوبه په خپلې بریا پاېته ورساوه

د هندوستان غوره لیګ سیالیو په دوام تېر ماښام ۱۳ مه سیالۍ د ډهلي کپټلز او ممبۍ انډیانز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په ترڅ کې یې ډهلي کپټلز لوبډلې په زړه پورې بریا ترلاسه کړه.

د لوبې په پیل کې خپله ممبۍ انډیانز لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهونې پرېکړه وکړه. ممبۍ انډیانز لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ ټاکل شوو ۲۰ اورنو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۷ منډې وکړې.

د ممبۍ انډیانز لپاره توپ وهنه کې لوبډلمشر روهېت شرما ۴۶ او اېش کېشن ۲۶ منډې وکړې. د ډهلي کپټلز له لوري توپ اچونه کې امېت مشرا ۴، اوېش خان ۲، مارکس سټونېس، کاګېسو رباډا او لیاټ یادو هر یوه ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ټاکل شوې هدف په ځواب کې ډهلي کپټلز لوبډلې په پیل کې خورا ناکامه توپ وهنه ترسره کړه خو په وروستیو کې د دغې لوبډلې توپ وهوونکو د سیالې لوبډلې پر وړاندې ښه مقاومت وکړ او هماغه وه چې یاد هدف یې په ۱۹.۱ اورنو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو بشپړ کړ.

د ډهلي کپټلز له لوري توپ وهنه کې شیکر دهوان ۴۴، سټیو سميت ۳۳ او لیاټ یادو ۲۲ ناسوځیدلې منډې وکړې. د ممبۍ انډیانز له لوري توپ اچونه کې کېرون پولارډ، جسپرېت بومرا، جاینټ یادو او راهول چهار هر یوه ۱-۱ لوبغاړی له مخې پورته کړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې