لیګونه

په سکې سپورټ تلویزوني شبکې د مینه والو نیوکې!

په سکې سپورټس تلویزوني شبکې باندې وروسته له هغې د مشتریانو او کرکټ مینه والو لخوا توندې نیوکې وشوې چې تیره ورځ د ډهلي او پنجاب لوبډلو ترمنځ لوبه څو دقیقې له ټاکلي وخت ناوخته خپاره کړه.

په یاده ورځ دوه لوبې وې چې لومړی لوبه د کلکته نایټ رایډرز او بنګلور ترمنځ ماسپيښین مهال ترسره شوه.

دوهمه سیالي ماښام مهال د ډهلي او پنجاب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

مینه وال وروسته له هغې دغې سترې تلویزوني شبکې ته په غصه کې شول،چې دوهمه لوبه پیل وه،خو دوی د ډیولیرز او ویراټ کوهلي (پوسټ میچ کنفرانس) یا د لوبې وروسته د لوبغاړو خبرې او همداشان اعلانات ورکول.

سکې سپورټس دوهمه لوبه یوولس دقیقې وروسته چې دریم اور روان وو،په ژوندۍ بڼه پیل کړه.

ای پي ایل سیالۍ چې د روانې مارچ میاشتې په نهمه نېټه پیل شوي،ددې سیالیو د ژوندي خپروي حقوق د ټورنمينټ د پیل څخه وړاندې په تلویزوني شبکو او نورو هغو څانګو باندې چې یادې لوبې په ژوندۍ بڼه خپروي،پېرل شوي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې