نړیوال کریکټ

ټېنو ماویو:زمبابوې لوبډله داسې غلطي باید ونکړي چې هر څه د پاکستان په واک کې شي.

د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ماویو ویلي،زمبابوې کرکټ ملي لوبډله باید د پاکستان خلاف سیریز کې داسې غلطۍ تکرار نه کړي،چې دوی په سیریز کې له ستونزو سره مخ شي.

د نوموړي په وینا،پاکستان کرکټ لوبډلې پدې وروستیو کې سویلي افریقا لوبډلې ته پخپل کوربتوب شل اوریزو او پنځوس اوریزو سیالیو کې سختې ماتی ورکړې.نو له همدې کبله د پاکستان لوبډلې ماتول به د دوی لپاره سخت وي.خو نوموړي وویل،پاکستان ته ماتي ورکول ناشونی کار هم ندی او یوازې اعتماد او ډاډ ته اړتیا ده.

د ټېنو ماویو په وینا،د ځینو تجربه کارو لوبغاړو په راتګ سره به د لوبډلې مورال او روحیه هم لوړه وي.

د پاکستان او زمبابوې لوبډلو ته په کتلو سره داسې نه ښکاري چې زمبابوې لوبډله به له پاکستان څخه دغه سیریزونه وګټي.خو دا کرکټ لوبه ده،هر څه پکې احتمال لري.لدې وړاندې همدې زمبابوې لوبډلې پاکستان ته هم ماتي پکې ورکړي دي.

زمبابوې لوبډلې وروستی سیریز له افغانستان سره وو،چرته چې یاده لوبډله د افغانستان لخوا کلین سويپ ولیږل شوه.

دا به له پنځلس میاشتو ځنډ وروسته لومړی ځل وي چې زمبابوې پخپل کوربتوب سیالۍ ترسره کوي.

د کرونا له کبله نه یوازې په زمبابوې کې،بلکې د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم د کرکټ لوبې له ځنډ سره مخ شوې.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې