نړیوال کریکټ

نېدرلنډ کوربه نیپال ته ماتې ورکړه

د نیپال په کوربتوب د درې اړخېزه سیرېز په دوام وړمه ورځ د نیپال او نېدرلنډ کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه، چې په پایله کې نېدرلنډ کریکټ ټیم وتوانېد چې کوربه نیپال ته په ۳ ویکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې په پیل کې نېدرلنډ کریکټ ټیم پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. نیپالۍ لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې پر مټ ټاکل شوو ۲۰ اورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۶ منډې وکړې.

د نیپال لپاره توپ وهنه کې ډېپندرا سېنګ ۶۰ او کوشل بهورټیل ۶۲ سترې منډې وکړې.

د نېدرلنډ کریکټ ټیم لپاره ویوین کینګما او پیټر سیلار هر یوه ۲-۲ ویکیټې واخیستې همدغه راز آریان دت او باس ډی لیډي ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ټاکل شوې هدف په ځواب کې نېدرلنډ کریکټ ټیم ښه پیل وکړ او د سیالې لوبډلې له لوري ټاکل شوې هدف څخه یې دفاع وکړه نېدرلنډ کریکټ ټیم یاد هدف په ۱۹.۳ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

د نېدرلنډ کریکټ ټیم لپاره باس ډی لیډي خورا په زړه پورې توپ وهنه ترسره کړه نوموړي ۸۱ ناسوځيدلې منډې وکړې همدغه راز بېن کوفر ۵۵ منډې وکړې.

د نیپالۍ لوبډلې له خوا توپ اچونه کې سندېپ لامېچین ۴، کرن کی سي، ابنش بهورا کوشال مېلا هر یوه ۱-۱ لوبغاړی له مخې پورته کړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې