نړیوال کریکټ

ممبيي لوبډلې روزونکی:ډهلی پیاوړی ټیم دی او باید د هغوی لپاره ځانګړی پلان جوړ شي.

د ممبۍ انډیانز لوبډلې د بالینګ د برخې روزونکی شین بونډ وایي،ډهلي کېپټلز یوه پیاوړي لوبډله ده او ممبۍ لوبډله باید یادې لوبډلې ته ځانګړي آماده ګي او تیاری ونیسي.

“دوی هغه لوبډله ده چې زیات استعدادي لوبغاړي له ځان سره لري.تیر کال دوی ډیرې ښې کرکټ لوبې ترسره کړې او مونږ سره یې ښه مقابله کړې.روان پړاو کې یې هم ښه پیل ورکړئ.په ځانګړي توګه په توپ وهنې برخه کې دوی ښه پیل ورکوي.خو مونږ هم د دوی په وړاندې ښې لوبې کړي دي.”

ډهلي او ممبۍ انډیانز روان لیګ کې درې،درې لوبې کړي چې دوه،دوه یې ګټلي دي.

دواړه لوبډلې په دریم او څلورم مقام قرار لري.

د یادونې وړ ده چې د ډهلي او ممبۍ انډیانز لوبډلو ترمنځ به نن ماښام سیالي ترسره شي.

ممبۍ لوبډله زیاتره وخت د ډهلي په وړاندې برلاسي وي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې