مقالې

علیم ډار: ویرات کوهلي د کرکټ نړۍ افسانه وبلله.

د پاکستان او نړي نامتو لوبڅار «علیم ډار» د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر «ویرات کوهلي» د کرکټ نړۍ افسانه باللی، نوموړي یوه سیلفي چې د ویراټ کوهلي سره یو ځای ایستلي په خپل ټویټر اکاونټ سریکه کړې ده.

په ټویټر کې په شریکه شوي سیلفي کې د ویرات کوهلي او پاکستاني لوبڅار علیم ډار خوښ ښکاري، علیم ډار د عکس په سرلیک کې ویرات کوهلي ته په خطاب کې لیکلی” د کرکټ نړۍ له افسانې سره.

د لوبڅار علیم ډار ټویټ په پاکستان او هندوستان کې د ټویټر کاروونکو لخوا مثبت کمینټونه ترلاسه کړي دي، یو کارونکي لیکلي” افسانوي کریکټر او افسانوي لوبڅار.

دغه ټویټ ته یو بل هندي ټویټر کارونکي لیکلي دي” په یو چوکاټ کې دوه لوی شخثیتونه.

باید وویل شي چې پدې وروستیو کې د پاکستان لوبډلې لوبډلمشر «بابر اعظم» په یو ورځنیو سیالیو کې د ویرات کوهلي څخه لومړی مقام ترلاسه کړ چې نوموړی دوهم مقام ته ګوزار شو، ویرات کوهلي د ۲۰۱۷م کال اکتوبر میاشتې څخه راهیسې د کرکټ نړیوالې شورا یو ورځنیو سیالیو درجه بندۍ لومړی مقام له ځان سره ساتلی و.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې