نړیوال کریکټ

شل اوریزه نړیوال جام: د پاکستان لوبډلې ټولې سیالۍ په یو ښار کې ترسره کیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سی» د اعلان شوي مهالویش له مخې شل اوریزه نړیوال جام روان ۲۰۲۱م کال اکتوبر او نومبر میاشتو کې د هندوستان په کوربتوب تزسره کیږي.

پاکستان کرکټ بورډ د روان کال په پیل کې وویل چې د هند کرکټ اداره به پاکستان او د کرکټ نړیوالې شورا ته یو لیکلی تضمین ورکوي ترڅو لوبغاړي، کارمندان، خبریالان او نندارچیان یې په امن کې وي، کنه دوی د هندوستان په کوربتوب نړیوال جام کې ګډون نه کوي.

وروسته د هند کرکټ ادارې څخه یو لړ مالومات خپره شول چې یاده اداره یوه ورزشي اداره ده چې د امنیت ډاډ جاته نشي ورکولای، پاکستان د په یادې برخې کې له هند دولت سره خبرې وکړي.

خو وروسته تازه مالومات خپره شول چې هندوستان د کرکټ نړیوالې شورا ته لیکل شوی تضمین لیک لیږلی دی چې راتلونکي نړیوال جام کې به د پاکستان لوبغاړي، کارمندان، خبریالان او نندرچیان خوندي وي.

د پاکستان یو حصوصي تلویزیون «اې ار وای» په تازه راپور کې ویلي دي چې راتلونکي نړیوال جام کې د پاکستان لوبډلې بشپړ سیالۍ د کلکتې په ښار کې ترسره کیږي چې لامل امنیت په ګوته شوی دی.

باید یاده کړو چې په ۲۰۰۸م کال کې د هندوستان په ممبۍ ښار برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوې له کرکټ یې ورزش او په ځانګړي توګه کرکټ ته هم تاوان ورسېدۀ.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې