نړیوال کریکټ

راشد لطیف په «فري هېټ» قانون نیوکه وکړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني ویکټ ساتوونکي لوبغاړي راشد لطیف په کرکټ کې په نو بال د «فري هېټ» ورکولو قانون باندې نیوکه کړې او ویلي يې دي،چې پداسې کرکټ کې فساد یا درغلۍ ته لار هواریږي.

«په نوبال فري هیټ ورکول په کرکټ کې تر ټولو بدترین او خراب قانون دی.دا قانون یوه لوبغاړي ته په کرکټ کې د فساد یا درغلۍ لار هواروي.ورسره ټيمونه هم متاثره کیږي.»

د کرکټ نړیوالې شورا په قوانینو کې فري هیټ هغه توپ ته ویل کيږي چې بېټسمین یا توپ وهونکي ته د ازاد شاټ وهلو فرصت په لاس ورکول کیږي او توپ وهونکی په یاد توپ بې له منډو سوځيدلو څخه نه اوټ کیږي.

لدې وړاندې په کرکټ کې پاکستاني لوبغاړو د نو بالونو په واسطه رشوت او درغلۍ کړي دي.

په ۲۰۱۰ کال کې د انګلستان خلاف په ټيسټ لوبه کې پاکستاني لوبغاړو محمد عامر،سلمان بټ او محمد آصف هم په قصدي توګه د نوبالونو له کبله د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د اوږدې مودې له بندیزونو او جیلونو سره مخ شول.

پاکستان یوازینی هیواد دی چې لوبغاړي یې تر ډيره په لوبو کې درغلۍ کوي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې