ریکارډونهنړیوال کریکټ

د شل اوریزه فارمټ جالب مالومات دلته رسره ولولئ!

کرکټ اوس مهال د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» په چوکاټ کې درې فارمټونه لري چې عبارت یې شل اوریزه، پنځوس اوریزه او ټیسټ فارمټ دی.

شل اوریزه فارمټ سیالۍ د ټیسټ او یو ورځنیو سیالیو وروسته په ۲۰۰۵م کال کې رامنځته شوې چې لومړۍ لوبه یې د استرالیا او نیوزیلینډ ترمنځ ترسره شوه.

په دغه سیالۍ کې استرالیا په لومړۍ وار توپ وهنې سره پوره «۲۰» اورونو کې د ۵ لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۱۴ منډې وکړې، ریکي پونټینګ تر ټولو زیاتې «۹۸» منډې وکړې.

نیوزیلینډ یې په ځواب کې «۱۷۰» منډې وکړې او د ۴۴ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

د شل اوریزه فارمټ لومړی توپ چا ګوزار کړ؟!
لومړی توپ د نیوزیلینډ توپ اچونکي «کایل مېلز» ګوزار کړ.

لومړۍ ویکټ هم کایل مېلز ترلاسه کړه، او لومړي توپ ته استرالیاوي توپ وهونکي «اډم گلکرسټ» مخه کړه.

لومړی کیچ برینډون مکالم ترلاسه کړ، لومړۍ پنځوسیزه ریکي پونټینګ ترلاسه کړه.

لومړۍ شپږیزه مایکل کلارک او لومړۍ څلوریزه انډریو سیمونډز ترلاسه کړه.

دغه د شل اوریزه فارمټ لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه وه چې د نیوزیلینډ په کوربتوب ۲۰۰۵م کال کې د فبروري په ۱۷ مه نېټه اکلینډ ترسره شوه او استرالیا په ۴۴ منډو بریا خپله کړه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې