نړیوال کریکټ

ای سي سي:هیله مند یو چې ټیسټ چمپیون شیپ پایلوبه به پخپل وخت ترسره شي.

کرکټ نړیوالې شورا وایي،سره ددې چې انګلستان اوس هم د کرونا له ستر ګواښ سره مخ دی،خو سربیره پردې دوی بیا هیله مند دي چې راتلوونکي ای سي سي ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو پایلوبه به پخپلې نېټې ترسره کیږي.

د ای سي سي یا کرکټ نړیوالې شورا دغه څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي چې تیره ورځ انګلستان حکومت د کرونا د دوهمې څپې له ویرې،یاد هیواد ته له آسیایي هیوادونو په ځانګړي توګه له هندوستان څخه په ورتلوونکو کسانو بندیز ولګوه.

د انګلستان حکومت د نوي قانون له مخې،هغه څوک چې ایرلینډي یا انګلستاني نژاده نه وي،انګلستان ته نشي ورتللی.که چیرې انګلستاني یا ایرلینډي نژاده خلک بیرته له اسیایي هیوادونو یاد هیواد ته ورځي،لس ورځې به قرنطین او همداشان معاینات ترسره کوي.

د انګلستان حکومت ددغه نوي قوانینو له مخې اوس ویره دا ده چې د ای سي سي ورلډ ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو پایلوبه چې هندوستان پکې نیوزیلینډ سره پایلوبې ته وتلی،له ګواښ سره مخ نشي.

خو کرکټ نړیوالې شورا وایي،دوی له انګلستان حکومت سره په خبرو کې دي،ترڅو د ټيسټ چمپیون شيپ سیالیو پایلوبې د ترسره کیدو لپاره له دوی اجازه ترلاسه کړي.

کرکټ نړیوالې شورا هیله ښودلي چې یاده پایلوبه به پخپل وخت ترسره کیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا د جدول له مخې د انګلستان په کوربتوب د ای سي سي ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو پایلوبه به د راتلوونکي جون میاشتې په ۱۸مه نېټه د هندوستان او نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د انګلستان د سوتهمپټن ښار په اجز بؤل لوبغالي کې پیل چې تر ۲۲مې نېټې به دوام وکړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې