دلوبغاړو په اړهریکارډونه

ایم ايس ډوهني نړیوال ریکارډ جوړ کړ

د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لوبډلمشر ایم ایس ډوهني تېره شپه د راجستان راېلز لوبډلې پر وړاندې د لوبډلمشر په توګه خپله ۲۰۰ مه سیالۍ ترسره کړه. چې په دې سره نوموړي نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

ډوهني په نړۍ کې لومړنی کریکټر شو چې د کیپتان په توګه یوه لوبډله په ۲۰۰ سیالیو کې رهبرې کوي. نوموړي په لومړي ځل ۲۰۰۸ م کال کې د اپرېل میاشتې په ۱۹ مه نېټه باندې چینای سوپر کېنګز لوبډله رهبرې کړه چې تر دې دمه پورې دوام لري.

په دې لیسټ کې بیا د راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر وېرات کوهلي دوهم مقام لري هغه بیا په ۱۲۸ سیالیو کې د راېل چلېنجرز بنګلور لوبډله رهبرې کړې ده او لا هم د بنګلور لوبډله رهبرې کوي.

یاده دې وې چې تېره شپه په ای پي ایل کې د چینای سوپر کېنګز او راجستان راېلز ترمنځ سیالۍ ترسره شوه چې په پایله کې راجستان راېلز لوبډلې له چینای سوپر کېنګز لوبډلې څخه ماتې وخوړله.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې