بهرني لوبغاړي

انګلستان ته د روانیدو وړاندې نیوزیلینډي لوبغاړو ته د کرونا واکسینونه تدبیق شول

نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو ته چې د انګلستان په دوره به روان شي،د کرونا واکسینونه ولګول شول.

وروستی کس یې د یادې لوبډلې چټک توپ اچونکی نېل وګنر وو،چې د کرونا واکسین دوهم ډوز هم ورکړل شو.

انګلستان ته د روانیدونکي دغه شل کسیزې لوبډلې څخه یې پنځلس لوبغاړو ته د کرونا واکسینونه ورکړل شول،خو کین ویلیمسن،ټرنټ بولټ،کایل جیمیسن او مېچل سنټر چې په هندوستان هیواد کې دي،تراوسه ورته د کرونا واکسین ندی ورکړل شوی.

ټاکل شوي چې نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله به د مۍ میاشتې په نیمایي کې د انګلستان په لوري روانه شي،چې هلته به له کوربه هیواد سره دوه ټیسټ او بیا به له هندوستان سره د ای سي سي ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو پایلوبه ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې