دلوبغاړو په اړهلیګونه

ګمبیر د مورګن په کپتانۍ سختې نیوکې وکړې.

د هند کرکټ ملي لوبډلې او همداشان د کلکتې لوبډلې پخواني کپتان ګوټم ګمبیر د انګلستاني ایون مورګن په کپتانۍ سختې نیوکې وکړې.

نوموړي وویل،که چیرې د کلکتې لوبډلې کپتان یو هندی لوبغاړی وی،خنجر به یې په سینه کې نه وی خښ شوی.

ګمبیر د ایون مورګن په کپتانۍ له هغط وروسته نیوکې وکړې چې کلکته نایټ رایډرز لوبډله د رویل چیلنجرز بنګلور لوبډلې لخوا له سختې ماتي سره مخ شوه.

ګمبیر وویل،دا به یې ژوند کې لومړی ځل وي چې دومره خرابه کپتاني ننداره کوي.

هغه وویل،یو داسې توپ اچونکی چې دوه ویکټې هم واخلي،څه لازمه وه چې په ځای یې بل اور ته بل توپ اچونکی انتخابیږي.

وېرون چکراورتي لومړیو دوو اورونو کې د بنګلور څخه دوه ویکټې ترلاسه کړې،خو نوموړی راتلوونکي اور کې بدل کړل شو او په ځای یې شکیب الحسن ته اور ورکړل شو،چې ورسره د بنګلور لوبډلې د منډو لړۍ هم پیل شوه.

د ګمبیر په وینا،چکراورتي ته باید یو بل اور هم ورکړل شوی وی،شاید مکسویل یا بله ویکټ یې هم اخیستی وای.

دده په وینا،دا منم چې ویشتنځای کې ډیویلیرز هم موجود وو،خو که چیرې چکراروتي بله ویکټ اخیستی وی،شاید په اې بي ډیویلیرز هم فشار راغلی وی.

بنګلور لوبډلې کلکتې ته په ماتي ورکولو سره وکولای شول چې په روان لیګ کې درې بریاوې خپلې کړي.پداسې سره د ای پي ایل سیالیو ۱۳ کلن تاریخ کې لومړی ځل شو چې بنګلور لوبډله د لیګ د پیل درې لومړی لوبې ګټي.

بنګلور لوبډله اوسمهال د درې بریاوو په خپلولو سره د جدول په سر کې ځای لري.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې